کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې، ۲۹ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 جوزا 1392 ساعت 15:01


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د بغلان ، کاپیسا ، بدخشان ، سرپل ، کندهار ، ارزګان ، غزنی ، پکتیا او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۲۹ تنه ترهګر طالبان ووژل شول، ۸ تنه ټپیان او ۴۵ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه زیاته اندازه وسلۍ ، مهمات او چاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۵ کړې د وسایطو ضد ماین چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د زابل او فراه ولایتونو په اړونده سیمه کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .


د مطلب کود: 66653

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/66653/د-امنیتی-ځواکونو-دبېلا-بېلوګډو-چاڼېزو-عملیاتو-په-لړکې-۲۹-تنه-ترهګر-طالبان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com