دخپریدو نیټه :شنبه ۸ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۵۵
د مطلب کود : 289459
مالیزیا له افغانستان سره د سایبري امنیت په برخه کې خپلې تجربې شریکوې
د مالیزیا لوړ پوړي پلاوي د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې وویل، هېواد یې له افغانستان سره د سایبر امنیت او ډیجیټل جرمونو په برخه کې خپلې تجربې شریکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په ایکس پاڼه کې لیکلي چې پکې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د مالیزیا له یوه پلاوي سره چې د بهرنیو چارو وزارتونو د استازو په ګډون پکې ګډون درلود، وکتل. 

سراج الدين حقاني په دې کتنه کې وويل چې اوسمهال افغانستان يو ازاد هېواد دى، ملي امنيت او د افغانانو ترمنځ يووالى ټينګ شوى دى.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست همداراز زیاته کړه، چې اسلامي امارت له ټولې نړۍ او په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو او مالیزیا سره چې د اسلامي نړۍ یو پرمختللی هېواد دی، ښې او نږدې اړیکې غواړي. 

په دې کتنه کې د مالیزیا پلاوي د سایبر امنیت او ډیجیټل جرمونو په برخه کې د مالیزیا د ظرفیتونو او هڅو په اړه د معلوماتو په ورکولو سره وویل چې هېواد به یې په دې برخه کې له افغانستان سره خپلې تجربې شریکې کړي.

په دې کتنه کې د نشه يي توکو پر وړاندې د دواړو هېوادونو د ګډې مبارزې، د پوليسو د روزنې او همکارۍ او په نورو برخو کې د تجربو پر تبادلې هم خبرې وشوې.
https://avapress.com/vdccpoqio2bq408.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته