دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۵۹
د مطلب کود : 105260
د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ۶ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ  او ملي امنیت ځواکونو  د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې خوست،پکتیکا  او ننگرهار ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۶ تنه  ترهګر طالبان  ووژل شول ،۱۵ تنه ټپیان او ۵۰ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې  ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه  اندازه  وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي  .
همدا راز  د ملي پولیسو منسوبانو تېره  ورځ ، ۱۲ کړۍ  ماینونه  چې د طالب ترهګرو له لورې  د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه  د کنړ،کندهار او هرات ولایتونو  په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjmievyuqey8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته