دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۲۰:۳۳
د مطلب کود : 86508
د هرات د حوزوي روغتون ډاکټرانو د ښاروال پرضد اعتراض کړی دی
د رپوټونو له مخې د هرات د حوزوي روغتون لسګونه ډاکټرانو د هرات د ښاروال له خوا د یاد روغتون د یو ډاکټر د وهلو له امله اعتراض کړی او د روغتون مخ ته سرک یې د موټرو پر مخ تړلی دی.
په سیمه کې د آزادۍ راډيو خبریال وایي، دغو ډاکټرانو چې له درې ورځو راهیسې یې د کار نه کولو اعتصاب کړی؛ خبرداری ورکوي چې، که ښاروال له دندې لیرې نه شي نو دوې به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي او د روغتون مخ ته لار به تړلې وساتي.
دوی وایي، چې د هرات ښاروال محمد سلیم ترکي او زوی یې درې ورځې مخکې د حوزوي روغتون یو ډاکټر وهلی دی.
تر اوسه ښاغلي ترکي په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcevn8v.jh8p7i6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته