کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات د حوزوي روغتون ډاکټرانو د ښاروال پرضد اعتراض کړی دی

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 6 حوت 1392 ساعت 20:33


د رپوټونو له مخې د هرات د حوزوي روغتون لسګونه ډاکټرانو د هرات د ښاروال له خوا د یاد روغتون د یو ډاکټر د وهلو له امله اعتراض کړی او د روغتون مخ ته سرک یې د موټرو پر مخ تړلی دی.
په سیمه کې د آزادۍ راډيو خبریال وایي، دغو ډاکټرانو چې له درې ورځو راهیسې یې د کار نه کولو اعتصاب کړی؛ خبرداری ورکوي چې، که ښاروال له دندې لیرې نه شي نو دوې به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي او د روغتون مخ ته لار به تړلې وساتي.
دوی وایي، چې د هرات ښاروال محمد سلیم ترکي او زوی یې درې ورځې مخکې د حوزوي روغتون یو ډاکټر وهلی دی.
تر اوسه ښاغلي ترکي په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 86508

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/86508/د-هرات-حوزوي-روغتون-ډاکټرانو-ښاروال-پرضد-اعتراض-کړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com