دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۱۰
د مطلب کود : 83016
۱۶ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې ننګرهار ، ارزګان ، لوګر ، غزنی ، پکتیا، هرات او نیمروز ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۶ تنه ترهګر طالبان ووژل شول،۱۵ تنه ټپیان او۱۳ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه مهمات او چاودیددونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۱۱ کړې ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د زابل ، میدان وردک ، پکتیکا، فراه او هلمند ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .

د جنایي جرمونو پروړاندې مبارزه :
د کابل ولایت د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۶ تنه د غلا کولو او نشه یی توکې دقاچاق په تړاوو د کابل ښار د څلورمې او پنځمې امنیتې حوزو د اړوندو سیمو نه نیولي دي چې دم ګړۍ ملي پولیسو تر څیړنې لاندې دي
https://avapress.com/vdcfvxdc.w6dmyaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته