دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۲۰
د مطلب کود : 51949
تاند - رویټرز خبري اژانس وايي چې یوه جګپوړي افغان چارواکي، چې د پخلاینې په چارو کې ډېر ښکېل دی، ورته ویلي چې د افغانستان حکومت له وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو په کولو کې پاتې راغلی دی.

د دغه افغان چارواکي په وینا تر ۲۰۱۴ مخکې، چې نړیوال پوځیان له افغانستانه وځي، د پام وړ پرمختګ ته هیله نشته.

دغه افغان چارواکي رویټرز خبري اژانس ته د جمعې په ورځ وویل چې د ۲۰۱۴ کال تر انتخاباتو مخکې له طالبانو سره په خبرو کې د مهم پرمختګ توقع نه لري.

دغه افغان چارواکي رویټرز ته ویلي چې نوم یې خپور نه کړي. تر دې مخکې هم دې ته ورته څرګندونې ځینو افغان چارواکو کړې وې خو د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارلانشا رييس معصوم ستانکزي رد کړې وې.

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۱۴ کال د اپریل په پنځمه/ د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري په شپاړسمه/ په افغانستان کې انتخابات ترسره شي. دا انتخابات د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو مهم او برخلیک ټاکوونکي ګڼل کېږي.

د احمد ضیا مسعود په مشرۍ ملي جبهې ویلي، که په انتخاباتو کې درغلي وشوه، کورنۍ جګړه به پیل شي.

ګومان کېږي چې د انتخاباتو په پایله کې به د پخوانۍ شمال ټلوالې ګوندونه واک ته ورسېږي، او هند، ایران او روسیه به یې د پخوا په شان ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د ناټو پوځیانو تر وتلو مخکې د افغانستان د حکومت او د هغه د وسله والو مخالفانو ترمنځ سیاسي جوړجاړي ته په افغانستان کې د ثبات د ټینګېدو لپاره تر ټولو د ښې لارې په سترګه کتل کېږي.

افغان چارواکي هم هیله لري چې د ۱۳۹۳ لمریز کال د حمل په شپاړسمه د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ترانتخاباتو مخکې د روغې جوړې په هڅو کې پرمختګ وشي او په هیواد کې د بې ثباتۍ د اوږدېدو د امکان مخه ونیول شي.

افغان چارواکي وویل چې له طالبانو سره د رسمي خبرو د پیلولو لپاره یو ځای بل ځای تماسونه شته خو لا هم مخامخ خبرې نه دي پیل شوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf11dt.w6dyjaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته