دخپریدو نیټه :شنبه ۷ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 45920
ناټو: په افغانستان کې د وسله والو حملې یوولس سلنه زیاتې شوي دي
ناټو وایي، په تېرو دریو میاشتو کې د تېر کال په پرتله، په افغانستان کې د وسله والو حملې په سلو کې ۱۱ زیاتې شوي دي.

آیساف وایي، یوازې په تېر جون میاشت کې د وسله والو حملې د تېرو دریو کلونو په نسبت په بې سارې ډول زیاتې شوې وې.

د آیساف په وینا، د ډزو او په کور کې د جوړو شویو بمونو د چاودنو په ګډون، دا حملې له درې زرو زیاتې وې.

آیساف وایي، په افغانستان کې د جګړو او حملو د زیاتېدو یو علت دا دی؛ چې په دې هېواد کې د اپینو حاصل مخکې اخیستل شوی او دا د طالب وسله والو لپاره د عاید اصلې منبع ده.

له بلې خوا، د جګړو په ډګرونو کې د افغان ځواکونو حضور تر پخوا زیات شوی او د وسله والو پر ضد د جګړو راپورونه یې هم خپریږي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchvwnk.23nmidjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته