افغان غږ خبری آژانس: د بدخشان ولایت د فواید عامې رئیس مولوی عبدالغفور عتید وویل: د بدخشان - تخار لویه لار د بارانونو او سیلابونو له امله تړل شوې وه، خو د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.
هغه زیاته کړه: «په څه باندې لسو ځایونو کې سیلابونو د تخار-بدخشان لویه لاره د ټرافیکو پر مخ تړلې وه، چې د بدخشان د فواید عامې ریاست د وسایلو او کاري ټیم په مرسته پاکه شوې او مسافر کولای شي پرته له کومې ستونزې تګ راتګ وکړي.
د يادونې وړ ده، چې (د ثور ١٥مه) اورښتونو د هېواد په يو شمېر شمالي ولايتونو کې سېلابونه راوتلي او ډېر زيانونه يې اړولي دي.