دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۱
د مطلب کود : 289910
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۴ زره ۶۸۳ تنو ته ورسید
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې تر اوسه پورې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۴ زره ۶۸۳ تنو ته رسیدلی او ۷۸ زره ۱۸ تنه ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت د صهیونیسټی رژیم د پوځ د وحشیانه حملو په دوام کښې د شهیدانو او زخمیانو نوې احصائیه اعلان کړه.

د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه په غزې تړانګه کې ۳۴۶۸۳ تنه شهیدان او ۷۸۱۸ تنه ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه هم تر ۸۰۰۰ ډېر کسان تر خاورو لاندې او د اسانتیاوو د نشتوالي او د جګړې د دوام له امله د مرستو رسولو توان نه لري. د دې جګړې له ۷۲ سلنه ډېر قربانیان ښځې او ماشومان دي.
https://avapress.com/vdcezo8w7jh8voi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته