دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۵
د مطلب کود : 211676
ناټو د سولې بین‌الافغاني خبرو او د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې ملاټر کوي
د ناټو عمومي منشي وايي په افغانستان کې سولې ته د رسېدو یوازنۍ لاره د بین‌الافغاني مذاکراتو ده.
د ناټو عمومي منشي وايي، د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو ملاتړ کوي، خو ټينګار کوي چې د ناټو نظامیان به د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ او روزنې ته دوام ورکړي.
 
ینس سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ د غبرګولي میاشتې په ۱۹مه نېټه د (ناټو ۲۰۳۰) په نوم په یوه انلاین غونډه کې همداراز وویل چې د افغانستان د سولې لپاره د هرې هڅې ملاتړ کوي. ده وویل چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د ناټو تر ټولو لویه لاسته راوړنه د افغانستان امنتي او دفاعي ځواکونه دي.

ښاغلی سټولټنبرګ زیاتوي: "موږ د امریکا او طالبانو ترمنځ د توافق هرکلی کوو ځکه دا په افغانستان کې د اوږد مهالې سولې لپاره لومړی او تر ټولو مهم پړاو دی. په افغانستان کې تل‌پاتې سوله هغه مهال حاکمېدای شي چې افغانان په خپلو کې د افغانانو په مشرۍ او ملکیت مذاکرات وکړي. د دې ملاتړ کوو او فکر کوو چې تر ټولو غوره لاره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ او روزنه ده چې هغوی په خپله په خپل هېواد کې سوله او امنیت ټينګ کړي."

د ناټو عمومي منشي په داسې حال کې د افغانانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو خبره کړې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سیمې ته خپل نوی سفر پیل کړی دی.
 
ښاغلي خلیل‌زاد د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۸) نېټه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مسؤل عبدالغني برادر په ګډون د دې ډلې له یو شمېر غړو سره وکتل.

په دوحه کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین په وینا زلمي خلیل‌زاد په دې غونډه کې د افغانانو د خپل‌منځني خبرو او د بندیانو د مبادلې په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۹) نېټه په اسلام‌اباد کې له پاکستاني چارواکو سره هم وکتل او ویل کېږي دی به افغانستان ته هم لاړ شي او په کابل کې به له لوړپوړو افغان چارواکو سره وویني.
پر دغو هڅو سربېره تر اوسه په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه نه‌ده ټيټه شوې. اوس‌مهال د جګړې تر ټولو لویه برخه افغان امنیتي ځواکونه پر مخ وړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې د ناټو ائتلاف تر ټولو لویه لاسته راوړنه د افغان امنیتي ځواکونو پیاوړي کول وو: "موږ له شااوخوا ۲۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې یو خو فکر کوم په تېرو کلونو کې مو د افغان امنیتي ځواکونو د ظرفیت لوړولو په ګډون ډېر کارونه کړي چې دوی په خپل هېواد کې ثبات رامنځته کړي. اوس‌مهال په افغانستان کې وضعیت له ننګونو سره مخامخ دی، خو تر ټولو لویه لاسته راوړنه همدا ده چې په افغانستان کې پياوړی امنیتي ځواک لرو چې په خپله د ترورېزم سره د مبارزې توان لري."
 
د ناټو له‌خوا د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ پر ټينګار سربېره لوېديځې رسنۍ راپور ورکوي چې د افغان ملکیانو تلفات د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې تر لاسلیک وروسته زیات شوي دي.

لندن مېشت له ترورېزم سره د مبارزې کارپوه عارف سحر په دې باور دی چې په تېرو څو میاشتو کې تر ټولو زیاته قرباني افغانانو ورکړې ده.
طالبانو له هغه راهیسې چې له امریکا سره‌یې موافقه لاسلیک کړه، خپل تاوتریخوالي ته دوام ورکړی او تر ټولو زیات تمرکز یې پر امنیتي ځواکونو او ملکي افغانانو دی. دا په خپله ښيي چې طالبانو څه ډول ژمنه کړې او د لنډ مهال یا اوږد مهاله اوربند لپاره هېڅ صداقت نه‌لري.
امریکا او طالبانو د روان کال د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه موافقه لاسلیک کړه. له هغه وروسته طالبانو پر امریکايي ځواکونو خپلې حملې ودرولې او ويې‌ویل چې د افغان ځواکونو پر ضد به حملو ته دوام ورکوي.

د ناټو عمومي منشي د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې په غونډه کې وویل چې د افغانستان په ګډون د نړۍ د هر هېواد پیاوړی پوځ د ترورېزم پر ضد د مبارزې لپاره اړین دی.

انتلانیک شورا چې په جرمني کې د امریکا د مارشال پلان صندوق سره په هماهنګۍ يې د دوشنبې د ورځې غونډه جوړه کړې وه، د همدې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ به (د غبرګولي میاشتې په ۲۲مه) نېټه پر ۰۶:۳۰ بجې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني کوربه وي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciyzarqt1azq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته