افغان غږ خبری آژانس: د اسرائیلو رسنیو خبر ورکړی، چې د غزې تړانګې په جنوب ختیځ (رفح) کې د کرم ابو سالم بندر ته څېرمه د توغندیو په برید کې د دغه رژیم ۴ پوځیان وژل شوي دي او ۶ نور ټپیان شوي.
له بلې خوا صهیونیسټي پوځ اعلان وکړ چې د غزې تړانګې په جنوب ختیځ کښې د کرم ابو سالم بندر د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ لپاره تړل شوی دی.
څو د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د پوځی څانګې القسام کنډک اعلان وکړ چې د صهیونیسټی رژیم نیواکګر ځواکونه یې د کرم ابو سالم په پوځی اډه په نښه کړل.