د ننګرهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، د دې ولایت په پچیراګام، روداتو، مومندرې او کوټ ولسوالیو کې د (UNOPS) موسسې په مالي مرسته د ۷۰۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۵۲۱ پرمختیايي پروژې پلې شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د چارواکو په وینا، په دغو پروژو کې د سړکونو رغول او جغل اچول، د استنادي دیوالونو، پلچکونو جوړول، د اوبو د کانالونو پاکول او کانکریټي کول، د بریښنا د مزو غځول شامل دي. د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې له خوا د بنديزونو د لګولو له امله د ډېرو سترو بنسټيزو پروژو کارونه په ټپه ولاړ دي.