کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د ۷۰۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۵۲۱ پرمختیایي پروژې پلي کیږي

29 حوت 1402 ساعت 13:09

د ننګرهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، د دې ولایت په پچیراګام، روداتو، مومندرې او کوټ ولسوالیو کې د (UNOPS) موسسې په مالي مرسته د ۷۰۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۵۲۱ پرمختیايي پروژې پلې شوې دي.


آوا - کابل: د ننګرهار د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د چارواکو په وینا، په دغو پروژو کې د سړکونو رغول او جغل اچول، د استنادي دیوالونو، پلچکونو جوړول، د اوبو د کانالونو پاکول او کانکریټي کول، د بریښنا د مزو غځول شامل دي.
 
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې له خوا د بنديزونو د لګولو له امله د ډېرو سترو بنسټيزو پروژو کارونه په ټپه ولاړ دي.


د مطلب کود: 287625

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287625/په-ننګرهار-کې-د-۷۰۳-میلیونه-افغانیو-لګښت-۵۲۱-پرمختیایي-پروژې-پلي-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com