دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۹
د مطلب کود : 287605
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دې لوبډلې پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو د لړۍ اتله شوه.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په دې لوبه کې چې د دوشنبې په شپه ترسره شوه، سیالې لوبډلې ته د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه.

د ايرلنډ لوبډلې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او د ۹۸ منډو په جوړولو سره له لوبه يي بایلل او د افغانستان کرکټ لوبډلې دغه لوبه د ۵۷ منډو په توپير وګټله.
 
د افغانستان لپاره د توپ وهنې په برخه کې ابراهیم ځدراڼ تر ټولو زیاتې ۷۲ منډې وکړې او تر پایه په میدان کې پاتې شو.
 
د توپ اچونې په برخه کې عظمت الله عمرزي په څلورو اورونو کې څلور ایرلنډي لوبغاړي او نوین الحق د ایرلینډ لوبډلې درې لوبغاړي وسوځاوه.
https://avapress.com/vdcdz50xkyt0j96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته