کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه

29 حوت 1402 ساعت 11:09

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دې لوبډلې پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو د لړۍ اتله شوه.


آوا: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په دې لوبه کې چې د دوشنبې په شپه ترسره شوه، سیالې لوبډلې ته د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه.

د ايرلنډ لوبډلې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او د ۹۸ منډو په جوړولو سره له لوبه يي بایلل او د افغانستان کرکټ لوبډلې دغه لوبه د ۵۷ منډو په توپير وګټله.
 
د افغانستان لپاره د توپ وهنې په برخه کې ابراهیم ځدراڼ تر ټولو زیاتې ۷۲ منډې وکړې او تر پایه په میدان کې پاتې شو.
 
د توپ اچونې په برخه کې عظمت الله عمرزي په څلورو اورونو کې څلور ایرلنډي لوبغاړي او نوین الحق د ایرلینډ لوبډلې درې لوبغاړي وسوځاوه.


د مطلب کود: 287605

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287605/د-افغانستان-کرکټ-ملي-لوبډلې-ایرلنډ-ته-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com