دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۳۸
د مطلب کود : 272750
اسلامي امارت د فلسطین په جنین ښار د صهیونیسټي نیواکګرو وحشیانه بریدونه په کلکه وغندل
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د فلسطین په جنین ښار د نیواکګرو صهیونیسټي پوځیانو پرله پسې وحشیانه بریدونه په کلکه غندلي او دغه بریدونه یې د ټولو قوانینو خلاف عمل بللی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر تیره شپه (سه شنبه، سرطان ۱۳) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په فلسطین کې د صهیونیسټي اشغالګرو د وحشیانه بریدونو دوام په کلکه غندلی دی.
 
د خارجه وزارت ویاند همداراز وویل : دراپورونو له مخې په صهیونیسټی رژیم وروستیو وحشیانه حملو چې لا هم دوام لری تراوسه ۱۱ تنه بې ګناه فلسطینیان شهیدان کړی ، ګڼ شمیر نور یې ژوبل کړی او عامه تاسیسات یې ویجاړ کړی دی .
 
دغه وزارت زیاته کړه چې د صهیونیسټي پوځیانو دغه ډول جنایتونه د ټولو قوانینو خلاف دي او د هغې دوام به هیچا ته ګټه ونه رسوي او حالات به لا پسې خراب کړي.
 
په جنین کې د اسرائیلي رژیم د پوځي عملیاتو په پایله کې تر اوسه ۱۳۲ فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي دي. د مقاومت ډلو د دغه عملیاتو له پیلیدو وروسته صهیونیسټ رژیم ته خبرداری ورکړ که چیرې د جنین د تیریو مخه ونه نیول شی د فلسطین د مقاومت اختیارونه به پراخ او پراخ وی .
 
د یادولو وړ ده چې د جنین په برید کې فلسطیني ځوانان او د مقاومت ځواکونه د صهیونیسټي رژیم د وسله والو په خلاف راپاڅیدلي او تر اوسه په لسګونو اسرائیلي ځواکونه مړه او ژوبل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdciwrarut1ayy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته