دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۵
د مطلب کود : 272412
اسلامي امارت په افغانستان کې د نشه يي توکو د تولید او قاچاق د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر د راپور په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې د دغه راپور ځینې برخې له حقیقته لرې دي، ځکه اسلامي امارت له نشه یي توکو سره جدي مبارزې ته ژمن دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د نشه یی توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې د راپور له مخې، افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ ۸۰ سلنه تریاک تولید کړی دی.
 
د دې راپور له مخې، افغانستان په سیمه کې د مت‌آمیفتامینونو یو له سترو تولیدونکو څخه دی او د تریاکو د کښت کموالی کولی شي تولیدونکي د مصنوعي نشه یي توکو د تولید لامل شي.
 
خو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه ټویټ کې له افغانستان څخه د نړۍ بازارونو ته د میتامفیتامینونو د تولید او قاچاق د زیاتوالي خبره رد کړه او دا یې له حقیقته لرې وبلله.
 
بلخي لیکلي، چې اسلامي امارت د نشه یي توکو د کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې جدي مبارزې ته ژمن دی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د نشه یي توکو د واردولو د مخنیوي، بزګرانو ته د بدیل معیشت او بدیل معیشت په برابرولو کې له اسلامي امارت سره مالي او تخنیکي همکاري وکړي.
 
د نشه يي توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر د راپور په يوه برخه کې راغلي، چې په ټول هېواد کې د بنديز له امله ښايي تر ٢٠٢٣ کال پورې په افغانستان کې د کوکنارو کرکيله د پام وړ کمښت سره مخ شي.
 
د دغه بنسټ په وینا، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له کمېدو سره به نړۍ ګټه پورته کړي، خو دا به د ډېرو هغو بزګرانو په زیان وي، چې د عاید د پیدا کولو لپاره بدیل لارې نه لري.
 
داسلامي امارت دبهرنیو چارو دوزارت ویاند د راپور د دې برخې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا موندنې د اسلامي امارت ژمنتیا، نظم او حاکمیت په ډاګه کوي، په داسې حال کې چې دده په وینا په تیرو لسیزو کې د پخوانیو رژیمونو په ملاتړ سره نړيواله ټولنه د نشه يي توکو په له منځه وړلو او يا کمولو کې بريالۍ شوې نه دي.
 
https://avapress.com/vdcdfx0xxyt05o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته