دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۴
د مطلب کود : 272107
اسلامي امارت په لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو برید غندلی دی
د فلسطین په نیواکي لویدیځه غاړه کې د اسرائیلي ځواکونو له برید وروسته چې له امله یې په دغه سیمه کې بې ګناه خلک وژل شوي او ټپیان شوي دي، د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلي ځواکونو دغه برید په کلکه غندلی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی په خپل ټویټر کې لیکلی چې د افغانستان اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت په جنین ښار باندې د صهیونیسټی پوځیانو ظالمانه برید په کلکه غندلي دي.
 
هغه زیاته کړه، د مظلومو فلسطینیانو پر وړاندې د اسرائیلي ځواکونو دا ډول غیر انساني کړنې له نړیوالو، اسلامي او بشري قوانینو ښکاره سرغړونه ده او د نړۍ د مسلمانانو احساسات یې را پارولي دي.
 
په همدې حال کښې د صهیونیسټی پوځیانو په پرونیو حملو کښې یوشمیر بې ګناه فلسطینیان شهیدان او یوشمیر نور ژوبل شوي چې د فلسطین په شهیدانو کې یو هم ۱۵ کلن هلک دی.
 
https://avapress.com/vdce7w8wfjh8fzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته