دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۸
د مطلب کود : 215679
د طالبانو مشر: حکومت دې د سولې پر وړاندې خنډونه نه جوړوي
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په خپل اختريز پيغام کې په افغان حکومت غږ کړی چې د سولې پر وړاندې دې خنډونه نه جوړوي او د سولې په برخه کې دې له رامنخته شوي فرصت ګټه واخلي.
د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له لوري د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده په نوم رسنيو ته په لېږل شوی اختريز پيغام کې نوموړي ټينګار کړی، چې طالبان د سولې خبرو ته چمتو دی او په دې برخه کې يې خپل ټول مسووليتونه ادا کړي دي.
نوموړي ويلي، د بنديانو تبادله د مقابل باور رامنځته کولو او د غم‌ځپلو کورنیو د خوشاله کولو لپاره يو خورا ښه ګام دی، دوام يې اغېزمن و، خو حکومت بايد په دې لړۍ کې خنډ نه وای رامنځته کړی.
د طالبانو مشر ټينګار کړی چې ټول لوري دې د سولې پر وړاندې له خنډونو جوړولو لاس واخلي او اجازه دې ورکړي چې افغانان پر يوه ټغر سره کېني او د افغانانو شته ستونزې د ګډ تفاهم له لارې حل کړي.
خو افغان حکومت وايي، ۵۹۲ طالب زندانیان په درنو جرمونو کې د ښکېلتیا له کبله نه خوشي کوي.
د روان مېلادي کال د فبروري په وروستيو کې د طالبانو او واشنګټن تر منځ د دوحې تړون له مخې بايد افغان حکومت ۵۰۰۰ طالب بنديان او طالبانو د افغان حکومت ۱۰۰۰ بنديان خوشي کړي وای.
که څه هم دغه بهير تر ۸۰ سلنه مخکې لاړ، خو په وروستيو کې د افغان حکومت له لوري د ۵۹۲ طالب بنديانو د نه خوشي کېدو او د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زياتېدو له کبله له خنډونو سره مخ شو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfetd01w6dyva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته