دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۰۳
د مطلب کود : 107383
د طالبانو مشر له افغان حکومت سره د خبرو اجازه ورکړه
د طالبانو یوې باوريسرچینې منلې چې د افغان طالبانو مشر د پاکستان په منځګړتوب له افغان حکومت سره د سولې خبرو پیلولو اجازه ورکړې.
د بي بي سي د راپور له مخې سرچینې دا هم ویلي چې د سولې خبرې اترې ښايي د راتلونکي مارچ په میاشت کې په قطر کې پیل شي.
د طالبانو دغې سرچینې چې نه غواړي نوم یې څرګند شي بي بي سي ته ویلې چې د افغان طالبانو مشر د پاکستان په منځګړتوب له افغان حکومت سره د سولې د خبرو پیلولو اجازه ورکړې.
سرچینې ویلي چې د دوی د قطر دفتر یو مهم چارواکی قاري دین محمد پاکستان ته د خبرو اترو لپاره تللی و او د پاکستان حکومت له چارواکو سره یې لیدلي.
د سرچینې پر بنسټ قاري دین محمد د طالبانو هغه لوړپوړی چارواکی دی چې څه موده وړاندې یې چین ته په سفر کې د پلاوي مشري هم په غاړه لرله.
دغې سرچینې دا ادعا هم کړې چې قاري دین محمد په اسلام اباد کې له چینایي چارواکو سره هم لیدلي او په نژدې ورځو کې د طالبانو یو بل پلاوی چې په هغې کې به پر قاري دین محمد سربېره د طالبانو بل مشر عباس ستانکزی هم شامل وي اسلام اباد ته راتلونکي دي.
سرچینې ویلي چې کېدای شي د طالبانو ځینې نور لوړپوړي چارواکي هم قطر ته لاړ شي او د پاکستان په همکارۍ به د راتلونکې مارچ په میاشت کې له افغان حکومت سره د سولې خبرې اترې پیل شي.
طالبانو لا تر اوسه رسمآ دا نه ده منلې او د سولې او پخلاینې د خبرو اترو له پیلولو نه انکاري دي.
د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې وروسته له هغې په رسنیو کې زیاتې تودې شوې چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف کابل ته تللی و او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون یې له لوړ پوړي حکومتي چارواکو سره لیدلي و.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdch6qnzx23nvxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته