دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۹:۱۷
د مطلب کود : 212631
د یوناما مشرې ملا برادر ته د سولې اړتیا په ګوته کړه
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د دفتر مشرې ډېبورا لاینز په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مرستیال ملا برادر سره لیدلي دي.

د یوناما په رسمي‌ ټویټر کې لیکل شوي دي چې مېرمن لاینز له ملا عبدالغني برادر سره په خبرو کې په افغانستان کې د سولې په اړتیا غږېدلې ده.
په ټویټر کې لیکل شوي دي: "دېبورا لاینز په قطر کې د طالبانو د مرستیال ملا برادر سره یوه دوستانه ابتدايي ملاقات وکړ. د ملګرو ملتونو استازې د یوې داسې عادلانه سولې اړتیا په ګوته کړه چې د ښځو، ځوانانو او اقلیتونو په ګډون ټول افغانان په کې شامل وي. "

دا لومړی ځل دی چې د یوناما مشره په قطر کې له طالبانو سره مخامخ خبرې کوي. دېبورا لاینز څه موده مخکې د یوناما د مشرې په توګه کار پیل کړ.
ملګرو ملتونو له افغان حکومت او طالبانو په وار وار غوښتنه کړې ده چې جګړه بنده کړي او سوله وکړي. ملګرو ملتونو همدغه راز غوښتي چې د جګړې ټولې غاړې باید د کرونا ویروس سره مبارزې ته ډېر پام وکړي.
د دېبورا لاینز او ملا برادر ترمنځ دا ملاقات داسې مهال کیږي چې ویل کیږي بین الافغاني مذاکرات به ژر پیل شي. افغان حکومت د دغو خبرو لپاره استازي ټاکلي دي او وايي‌ چې ژر به نېټه او ځای یې اعلان شي.
دواړه خواوې هیله لري چې په بین الافغاني مذاکراتو کې په افغانستان کې دایمي سولې ته یوه لار ولټول شي.
د امریکا متحدو ایالتونو د فبرورۍ په ۲۹ نېټه په قطر کې له طالبانو سره تړون وکړ، د تړون په اساس وسلوال طالبان به پر بهرنیو ځواکونو بریدونه نکوي، افغان حکومت به د طالبانو ۵۰۰۰ او طالبان به ۱۰۰۰ افغان حکومتي بندیان پرېږدي.
افغان حکومت وايي شاوخوا ۳۰۰۰ طالبان یې خوشي کړي دي او طالبان هم وايي‌ چې سلګونه افغان عسکر یې پرېښي دي.
امریکايي چارواکي وايي‌ که له طالبانو سره د تړون ټول شرایط عملي شي، دوی به له افغانستان څخه خپل ټول سرتېري وباسي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت وايي طالبانو په دې وروستیو کې په افغان امنیتي‌ او دفاعي ځواکونو بریدونه زیات کړي دي.
په همدې حال کې د یوناما ملکي استازي سټیفانو پونتيکورو وايي چې د تاوتریخوالي زیاتول د طالبانو سیاسي موقف نه قوي کوي.
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي سټیفانو د امریکا غږ اشنا سره په ځانګړي مرکې کې وویل چې پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او ولسي خلکو باندې د طالبانو بریدونه د منلو نه دي.
هغه وویل چې د طالبانو د بریدونو زیاتوالی سیاسي ستونزې پيدا کوي، د بندیانو آزادول له ستونزو سره مخامخ کوي او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره چاپیریال ګډوډوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaeunu649n6i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته