دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۲
د مطلب کود : 168484
کرزی: په ډیورنډ کرښه د کټارو په لگولو کې د امریکا مرسته د اندیښنې وړ ده
ښاغلي حامد کرزي د اگست په ٦ نیټه په یو ټویټ کې لیکلي دي چې د پاکستان سره د ډیورنډ په کرښه د کټارو په لگولو کې د امریکا مالي مرستې د اندیښنې وړ عمل دی. هغه دغه عمل وغنده او دا یې د افغانستان د ملي حاکمیت نه سرغړونه وبلله.
"د پاکستان سره د ډیورنډ په پولې د کټارو د لگولو لپاره د امریکا مالي مرستې د پاکستان د هغه پالیسۍ سره مرسته ده چې غواړي د پولې دواړو خواو ته پراته افغانان بیل کړي."
ښاغلي کرزي زیاته کړه چې د ډیورنډ کرښه بریتانوي استعمار په مونږ تپلي ده او دغه نه افغانانو منلې ده او نه به یې ومني.
د پاکستان حکومت د تیرو څو کلونو راهیسې د ډیورنډ د کرښې سره په نژدې سیمو کې د ترهگرۍ ضد عملیات کوي او وایي چې د ترهگرو د ازادانه تگ راتگ د مخنیوې لپاره د افغانستان سره په پولې کټارې لگوي.
د ډیورند کرښه شاوخوا ۱۵۰۰ کیلو متره ده چې د پاکستاني چارواکو په وینا د اغزنو کټارو په لګولو باندې پرې ۴۸۳ میلیون ډالر لګښت راځي.
پاکستان دغه کار پیل کړیدی خو پدغه موضوع د افغانستان حکومت د پاکستان سره هیڅ موافقه نده کړې او د دغه کار یې یواړخه بللی.
د یادونې وړ ده د پاکستان نوی انتخاب شوی صدراعظم عمران خان د انتخاباتو د گټلو نه وروسته ملت ته په خپلې لمړنۍ وینا کې وویل چې د افغانستان سره خلاص سرحد غواړي چې د دواړو ملکونو خلک په اسانه د یوبل ملک ته تگ راتگ ولري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg779qtak93t4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته