دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۲۳
د مطلب کود : 141000
کرزی: پریکړه مې کړې چې امریکایي ځواکونه له دې خاورې وباسم

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي وایي نور نشي کولای چې په افغانستان کې د امریکایانو ظلمونه وزغمي او ټینګار یې وکړ چې هغه پریکړه کړی چې امریکایي ځواکونه د افغانستان له خاورې څخه وباسي.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، ښاغلي کرزي دغه څرګندونې نن د ډیورنډ کرښې په اړه جوړه شوي غونډه کې وکړه.

هغه زیاته کړه، چې په اچین کې کارول شوي بم اغېزې به تر ډېرو کلونو پورې وي او هغه خاوره خرابه شوي دي.

د ښاغلي کرزی په وینا، هغه پرېکړه کې ده چې امریکا له افغانستان خاورې څخه وباسي او ټینګار وکړ چې هغه یوازې ولاړ دی چې په افغانستان کې د امریکا د ظلم مخه نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو تیره اونی په یاد ولایت کې د داعش وسله والو پر خلاف تر ټولو لوی غیر اټومي بم استعمال کړي.

دغه زورور بم جي بي یو-۴۳ نومیږی د پنجشنبې په ماښام شاوخوا ۷:۳۰ بجې د ننګرهار په اچین ولسوالی کې د داعش وسله والو پر تونلونو او غارونو یوه شبکه غورځول شوی.

په همدې حال کې ارګ ماڼی تیره ورځ وویل چې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش په مرکزونو، تونلونو او پټنځایونو د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو د هوایي بمبار پرمهال چې د افغانستان حکومت له نږدې څخه په جریان کې وو، داعشیانو او د افغانستان دښمنانو ته درانه تلفات اوښتي دي.

ارګ ماڼی وایي، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د نړیوالو ځواکونو د دغې ګډې همغږۍ او همکارۍ او د عملیاتو پر مهال د زیات دقت له امله تل ملکي وګړو ته د هر ډول زیان اوښتو او تلفاتو مخه نیول شوې ده.

له بل خوا په ننګرهار کې قومي مشران تیره ورځ وویل چې د یاد ولایت ولایتي شورا د ټولو هغه بریدونو او عملیاتو څخه ملاتړ وکړ،چې له امله یې په دغه ولایت کې وسله وال مخالفین لمنځه وړل کیږي او د سولې او ثبات لپاره زمینه برابریږي .

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbg8b8grhbagp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته