افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، د برېښنا د مدیریت پلان به د هېواد په پنځو لویو لارو کې چې تر ټولو ډېرې ترافیکی پېښې پکې لیدل شوی، پلی شی.
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، د وسايطو د مديريت د مرکزونو جوړول، د برېښنايي ترافيکو نښو او د سرعت ميټرونو نصبول هغه کارونه دي چې په دغه پلان کې به عملي شي.
د کابل-تورخم، کابل-ګرديز، کابل-هرات، کابل-فارياب او کابل-بدخشان لويې لارې له هغو لويو لارو څخه دي چې دغه پلان به عملي شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ترافيکو د عمومي رياست د مسوولينو د معلوماتو له مخې، د کوچني اختر په ورځو کې په هېواد کې په ١٠٢ ترافيکي پېښو کې ٥٠ تنه مړه او ١٨٥ نور ټپيان شوي دي.