دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۲۱:۱۶
د مطلب کود : 297870
له حزب الله سره په جګړه کې ۱۴ صهیونیسټي پوځیان ووژل شول
صهیونیسټي رسنیو منلې ده چې د لبنان په جنوب کښې د صهیونیسټي پوځیانو او د حزب الله د جنګیالیو ترمینځ د نن ورځې په نښته کښې څوارلس پوځیان وژل شوي او یوشمیر نور ژوبل شوي دي. په همدې حال کې د لبنان پوځ اعلان کړی چې اسرائیلي ځواکونه د لبنان خاورې ته ۴۰۰ متره ننوتي او بیا په شا شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د لبنان پوځ ټینګار کړی، چې اسرائیلي ځواکونه د لبنان خاورې ته شاوخوا ۴۰۰ متره داخل شوي او له لږ ځنډ وروسته په شا شوي دي.
 
په عین حال کښې حزب الله اعلان وکړ: د غزې په تړانګه کښې د فلسطین د مظلوم ولس د دفاع او د هغه د زړور مقاومت او د لبنان او د دغه هیواد د خلکو د دفاع او په ښارونو باندې د صهیونیسټی رژیم د وحشیانه حملو په ځواب کښې، د دغه هیواد د خلکو د دفاع په لړ کښې، کلي او ولسي خلک په داسې حال کې چې د صهيونيسټ رژيم د پوځ يونټ يارون له حرص لوري څخه ونيوه، د اسلامي مقاومت مبارزینو د چاوديدونکو توکو د يوې کڅوړې په انفجار سره هغوى حيران کړل چې ټول يې ووژل او ټپيان شول.
 
د لبنان پوځ اعلان وکړ: اسرائیلی پوځیانو د خربه یارون او العدیسه په سیمو کښې د اوبو لاین تر ۴۰۰ مترو پورې مات کړ او له لږ وخت وروسته یې شاتګ وکړ.
 
له بلې خوا سکای نیوز عربي د اسرائیلي سرچینو په حواله ویلي چې د صهیونیسټي پوځیانو او د حزب الله د جنګیالیو ترمینځ په نښتو کښې ۱۴ اسرائیلي پوځیان وژل شوي دي.
 
همداشان ځینو عبراني رسنیو خبر ورکړی دی چې په الدیسه کښې په یوه کمین کښې اته صهیونیسټي پوځیان وژل شوي دي.
 
له دې مخکې د لبنان اسلامی مقاومت اعلان کړی وو چې د صهیونیسټی رژیم له پوځیانو سره یې چې د مارون الراس په ښارګوټی کښې نفوذ کړی او په نښه کړی یې دی د هغوی ځواکونو یو شمیر کسان مړه او ژوبل کړی دی . د دې بیان له مخې په مارون الراس کې نښتې لا هم روانې دي.
https://avapress.net/vdciyyarut1a3v2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته