افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي وايي، دغه مېرمن ۳۹ کلنه ده او د یوې نجلۍ او څلورو هلکانو په ګډون یې پنځه ماشومان زېږولي دي.
د وینا له مخې دغې مېرمنې پرون سهار (شنبه) د ننګرهار په حوزوي روغتون کې دغه پنځه ماشومان زېږولي دي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند رسنیو ته وویل، چې د مور او ماشومانو وضعیت ښه دی او تر څارنې لاندې دي.