د ننګرهار روغتیايي چارواکي وايي، یوې ۳۹ کلنې مېرمنې د یوې نجلۍ او څلورو هلکانو په ګډون پنځه ماشومان زېږولي دي.
په ننګرهار ولایت کې یوې ۳۹ کلنې میرمنې پنځه ګونی زیږولي دي
27 حوت 1402 ساعت 11:05
د ننګرهار روغتیايي چارواکي وايي، یوې ۳۹ کلنې مېرمنې د یوې نجلۍ او څلورو هلکانو په ګډون پنځه ماشومان زېږولي دي.
آوا - کابل: د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي وايي، دغه مېرمن ۳۹ کلنه ده او د یوې نجلۍ او څلورو هلکانو په ګډون یې پنځه ماشومان زېږولي دي.
د وینا له مخې دغې مېرمنې پرون سهار (شنبه) د ننګرهار په حوزوي روغتون کې دغه پنځه ماشومان زېږولي دي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند رسنیو ته وویل، چې د مور او ماشومانو وضعیت ښه دی او تر څارنې لاندې دي.
د مطلب کود: 287481