دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۹
د مطلب کود : 210379
پروان او خوست کې پر جوماتونو بریدونه؛ لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي
سې شنبه ماسخوتن ناوخته د پروان ولایت مرکز چاریکارو په خلازیو سیمه کې پر یو جومات برید کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي‌ دي.‌ بل لور ته خوست کې هم د تراویح پر مهال پر جومات برید کې لږ تر لږه ۳ لمونځ کوونکي وژل شوي. د کورنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې مروا امیني پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلی چې "ترهګرو" د پروان ولایت چاریکارو کې پر جومات برید کې اته کسان وژلي او پنځه تنه نور یې ټپیان کړي دي.


خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د دې برید پړه پر افغان ځواکونو ور اچولې ده.
نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې برید د ملي امنیت ځواکونو لخوا شوی دی او ۹ کسان یې وژلي دي.‌
ویل کېږي چې یاده سیمه د طالبانو تر کنترول لاندې ده او خپلواکو سرچینو تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.‌
بله خوا د خوست والي ویاند طالب منګل وایي، سې شنبه ماسخوتن ۹ بجې د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ اړوند ګورچکو کلي کې د تراویح لمونځ پر مهال پر لمونځ کوونکو وسله وال برید شوی.
 
https://avapress.com/vdchqvniw23nzxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته