د امريکا حکومت ویلي، په افغانستان کې د يوه موازي حکومت د جوړيدواو د سياسي لانجو د هوارۍ لپاره د زور کارونې کلک مخالف دي.
دغه اعلان څو ساعته ترهغه وروسته راځي چې محمد اشرف غني چې د ټاکنو کمیسیون له خوا ګټونکی اعلان شوی و، د یوې بلې دورې لپاره پرون د ولسمشر په توګه په کابل کې لوړه وکړه.
سیال یې عبدالله عبدالله چې دغه پایلې نه مني، څنګ ته په ورته ډول د همدغې څوکۍ لپاره مراسم ترسره کړل.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په بيان کې ويل شوي امريکا پرد ې کار کوي چې د دواړو ترمنځ يو جوړجاړى رامنځته شي.