دخپریدو نیټه :شنبه ۴ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 95981
یوناما: افغان حکومت دې د ملکیانو قاتلین د قانون منګولو ته وسپاري
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويې ادارې يا يوناما له افغان دولت نه وغوښتل چې؛ د ملکيانو قاتلين بايد د قانون منګولو ته وسپاري.
په کابل کې د يوناما وياندې نيلاب مبارز په غور ولايت کې د وړمې شپې په پېښه کې د ١٤ ملکيانو د وژل کېدو په عکس العمل کې له ازادۍ راډيو سره خبرې وکړې:
"نه یوازې په غور ولایت کې، بلکه په زیاتو سیمو کې ملکي کسان وژل کیږي. د مثال په ډول د پکتیکا قضیه، د پروان قضیه، دغه راز په کابل او نورو ولایتونو کې هم داسې پېښي شوي چې؛ ملکیان په کې وژل شوي او یا ټپيان شوي دي.
دا په ریښتیا چې زموږ د اندیښنې وړ مساله ده. موږ په نښتو کې له ټولو ښکیلو اړخونو څخه غواړو چې؛ د ملکیانو د حفاظت لپاره باید لازم تدابیر ونیسي."
د يوناما تر څنګ د بشري حقونو خپلواک کميسيون هم په غور ولايت کې د ملکيانو دغه وژنه غندلې ده.
راپوورنه وایي، وسله والو وړمه شپه په غور ولایت کې ۱۴ تنه مسافر په مرميو ووژل.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvheh.uqeioz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته