دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۰۶
د مطلب کود : 53120
ايساف د حقاني شبکې يو مشر او د دې ډلې بل مرسته کوونکى په لوګر کې نيولي
ايساف ځواکونه وايي، چې د حقاني شبکې يو مشر او د دې ډلې بل مرسته کوونکى يې په لوګر کې نيولي دي.

د دغو ځواکونو د اعلاميې له مخې، د دې شبکې مشر وسلوالو ته وسلې برابرولې او په محمد اغې ولسوالۍ کې يې پر افغان او بهرنيو ځواکونو حملې تنظيمولې.

دغه ځواکونه وايي د نيول کېدو په وخت کې دې سخت دريځي مشر يوه چاودېدونکې وسيله عياره کړې وه.

ايساف په خپله اعلاميه کې زياتوي، بل تن نيول شوي کس وسلوالو ته د بمي حملې لپاره اسانتياوې برابرولې.

دغو ځواکونو د نيول شويو کسانو بشپړ هويت نه دى په ډاګه کړى.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciuzaw.t1apr26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته