دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۴۲
د مطلب کود : 45685
الن: له ۲۳ زرو امریکایي عسکر څخه نیمايي یې له افغانستانه وتلي دي
دا د هغو ۳۳ عسکرو یوه برخه ده، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۰۹ کال کې افغانستان ته استولي وو.
په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان وایي؛ د هغو ۲۳ زرو امریکایي عسکرو تقریباً نیمایي یې له افغانستانه وتلي؛ چې له پلان سره سم سږکال له دې هیواده وځي.

جنرال جان الن اسوشیېټډ پرېس اژانس ته وویل، پاتې عسکر به د سپټمبر د میاشتې ترپایه له افغانستانه وځي.

دا د هغو ۳۳ عسکرو یوه برخه ده، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۰۹ کال کې افغانستان ته استولي وو.

د دغو عسکرو لس زره یې تیرکال له افغانستان ایستل شوي وو.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان دغه راز وویل؛ چې د روان کال په دوبي کې به پوځي عملیات ترډیره پردې متمرکز وي؛ چې وسله وال د کابل په ګډون له ګڼ میشتو سیمو څخه لیرې وساتل شي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcftvdj.w6dtcaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته