کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

الن: له ۲۳ زرو امریکایي عسکر څخه نیمايي یې له افغانستانه وتلي دي

افغان غږ آژانس(آوا) , 2 اسد 1391 ساعت 15:42

دا د هغو ۳۳ عسکرو یوه برخه ده، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۰۹ کال کې افغانستان ته استولي وو.


په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان وایي؛ د هغو ۲۳ زرو امریکایي عسکرو تقریباً نیمایي یې له افغانستانه وتلي؛ چې له پلان سره سم سږکال له دې هیواده وځي.

جنرال جان الن اسوشیېټډ پرېس اژانس ته وویل، پاتې عسکر به د سپټمبر د میاشتې ترپایه له افغانستانه وځي.

دا د هغو ۳۳ عسکرو یوه برخه ده، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۰۹ کال کې افغانستان ته استولي وو.

د دغو عسکرو لس زره یې تیرکال له افغانستان ایستل شوي وو.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان دغه راز وویل؛ چې د روان کال په دوبي کې به پوځي عملیات ترډیره پردې متمرکز وي؛ چې وسله وال د کابل په ګډون له ګڼ میشتو سیمو څخه لیرې وساتل شي.


د مطلب کود: 45685

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/45685/الن-له-۲۳-زرو-امریکایي-عسکر-څخه-نیمايي-یې-افغانستانه-وتلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com