دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۰ ساعت ۱۴:۲۵
د مطلب کود : 32953
الن: د افغانستان په ډېرو جنوبي سیمو کې امنیت ټینګ شوی
افغان او ایتلافي ځواکونو په وروستیو کې د امنیت په ښه کیدو کې ثابت پرمختګونه ترلاسه کړي او اوس دې ته اړتیا ده، چې دغه پرمختګونه د اوږدې مودې لپاره وساتل شي.
په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان امریکایي جنرال جان الن وایي، افغان او ایتلافي ځواکونو په وروستیو کې د امنیت په ښه کیدو کې ثابت پرمختګونه ترلاسه کړي او اوس دې ته اړتیا ده، چې دغه پرمختګونه د اوږدې مودې لپاره وساتل شي.

جنرال جان الن له جرمني ډي. پي. اې خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د افغانستان په جنوبي ډیرو سیمو کې چې پخوا د طالبانو ترنفوذ لاندې وې، امنیت ټینګ شوی او خلکو بېرته عادي ژوند پیل کړی دی.

خو جان الن وویل، په دې وروستیو کې د افغانستان په ختیځ کې، پاکستان پولې ته نژدې سیمو کې نا امني زیاته شوې، خو افغان او ایتلافی ځواکونو هم په دې سیمو کې د وسله والو د ټکولو په هدف پراخ عملیات پیل کړي دي. 

سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjthet.uqe8iz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته