افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بغلان ولایت د امنیې قومندانۍ د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د دغه ولایت په تاله او برفک ولسوالیو کې د نشه یی توکو یوه کارخانه کشف او له منځه وړې ده.
تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو په یو شمېر ولایتونو کې د نشه يي توکو کارخانې ویجاړې کړې وې.