دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۲
د مطلب کود : 287607
د غزې د شهیدانو شمېر ۳۱۷۲۶ تنو ته ورسېد
د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمېر ۳۱ زره ۷۲۶ او د ټپیانو شمېر ۷۳ زره او ۷۹۲ ته رسېدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د صهیونیسټی رژیم پوځ په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې اته ویشت کسان وژلی، چې په نتیجه کښې یې ۸۱ تنه شهیدان او ۱۱۶ نور ژوبل شوی دی.
 
په عین حال کې د فلسطین د بندیانو کلب اعلان وکړ چې نیواکګرو اسرائیلي ځواکونو له پرون راهیسې په لویدیځه غاړه کښې لس فلسطینیان بندیان کړي دي.
 
د دغه فلسطیني سازمان د راپور له مخې، د اکتوبر له اوومې راهیسې په لویدیځه غاړه کې د نیول شویو کسانو شمېر ۷۶۳۰ تنو ته رسېدلی دی.
https://avapress.com/vdcfxed0ew6dcva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته