افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان پر خاوره د پاکستان د بریدونو په غبرګون کې څو شېبې وړاندې د افغانستان د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمی په یوه پیغام کې ولیکل: د دوشنبې په ورځ د حوت ۲۸ مه پاکستاني جنګي او جاسوسي جیټ الوتکو یو ځل بیا د افغانستان خاورې ته ننوتل او د پکتیکا په سپیره سیمه او د خوست په برمل ولسوالی کې یې د ملکي خلکو په کورونو بمباري وکړي.
هغه زیاته کړه: د دغه تیري په ځواب کښې سرحدي ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کښې د پاکستان پوځي مرکزونه د درنو وسلو په وسیله په نښه کړل.
د ملي دفاع وزارت وياند ټينګار وکړ: د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونه د هر ډول يرغليزو کړنو ځواب ته چمتو دي او په هر حالت کې به د هېواد له ځمکنۍ بشپړتيا څخه دفاع وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د پکتیکا او خوست ولایتونو په سرحدي سیمو د پاکستان د پوځ د ۲۸ الوتکو د بریدونو د تایید په ترڅ کې د دغو بریدونو په اړه سخت غبرګون ښودلی او په کلکه یې غندلی دی.
مجاهد ټینګار کړی چې پاکستان باید "د پېښو د نه کنټرولولو، د خپلې بې کفایتۍ او ستونزو پړه د افغانستان پر اوږو نه واچوي، ځکه دا ډول پېښې به ډېرې بدې پایلې ولري، چې د پاکستان له کنټروله بهر به وي".
هغه وویل چې اسلامي امارت به هیچا ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان امنیت ته زیان ورسوي.