دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۴
د مطلب کود : 280372
په بامیان کې یوه ښځه له دوو کلونو وروسته د خپل پلار له زندانه خوشې شوه
د بامیان ولایت امنیه قوماندان اعلان کړی چې د دغه ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو یوه ۲۸ کلنه ښځه چې له دوو کلونو راهیسې د خپل پلار له خوا په یوه خونه کې بندي وه، خوشې کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د طاهره په نوم یوه ښځه چې ۲۸ کلنه ده، نیولې ده. دوه کاله د زردسنګ په کلي کې د پلار له خوا په یوه کوټه کې بندی وه، خوشې شوه.
 
د کشفی راپورونو له مخې، د پنجاب ولسوالۍ امنیه قوماندان سید محمد موسوی د دې ولسوالۍ زرد سنګ کلي ته تللی او د دغه کلي له مشرانو سره یو ځای هغه کوټې ته ورغلی چې دغه مېرمنپکیذبندی وه، بیا له بنده خوشې شول او له دې امله چې روغتیايي حالت یې ښه نه و، د دې ولسوالۍ روغتون ته انتقال شول.»
 
د باميان ولايت امنيه قومانداني وايي، چې د لومړنيو څېړنو پر بنسټ دغه ښځه د کورنيو ستونزو له امله زنداني شوې ده.
 
خبرځاى زياته کړه چې ددغې قضيې په اړوند ددغې ميرمنې پلار نيول شوى او دنورو څيړنو لپاره دپنجاب ولسوالۍ دپوليسو دجنايي جرمونو په وړاندې دمبارزې رياست تر څارنې لاندې دى .
https://avapress.com/vdchqvnii23n6xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته