دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۵
د مطلب کود : 266863
داعش ترهګرې ډلې په مزارشریف کې د تبیان په مرکز او د آوا خبري آژانس د چاودنې مسئولیت په غاړه واخیست
داعش ترهګرې ډلې په یوه پیغام کې په مزارشریف کې د تبیان د ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو د مرکز او د افغان غږ خبري آژانس (آوا) په غونډه کې د خونړۍ چاودنې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د دغې ترهګرې ډلې په پیغام کښې د افغانستان د شیعه ګانو او د اسلامی امارت د چارواکو  په هکله د خپلو تکفیری، غیر اسلامی او غیر انسانی افکارو په تکرارولو سره  په مزارشريف كې د شنبې د ورځې د خونړۍ چاودنې مسووليت په غاړه اخيستې ده.
 
په کابل کې د تبیان پر مرکز او د افغان غږ خبری آژانس د ۱۳۹۶ کال د جدی د میاشتې په ۷ نیټه له برید وروسته، دا دوهم ځل دی چې داعش ترهګرې ډلې پر دغو دوو بنسټونو د برید مسوولیت په غاړه اخلی.
 
د وروستیو شمېرو له مخې، په مزارشریف کې د شنبې د ورځې د خونړۍ او ترهګریزې چاودنې په پایله کې ۲ خبریالان شهیدان او ۳۷ نور ټپیان شول.
 
https://avapress.com/vdcg339xwak9374.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته