کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

داعش ترهګرې ډلې په مزارشریف کې د تبیان په مرکز او د آوا خبري آژانس د چاودنې مسئولیت په غاړه واخیست

22 حوت 1401 ساعت 10:55

داعش ترهګرې ډلې په یوه پیغام کې په مزارشریف کې د تبیان د ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو د مرکز او د افغان غږ خبري آژانس (آوا) په غونډه کې د خونړۍ چاودنې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.


آوا - مزارشریف: د دغې ترهګرې ډلې په پیغام کښې د افغانستان د شیعه ګانو او د اسلامی امارت د چارواکو  په هکله د خپلو تکفیری، غیر اسلامی او غیر انسانی افکارو په تکرارولو سره  په مزارشريف كې د شنبې د ورځې د خونړۍ چاودنې مسووليت په غاړه اخيستې ده.
 
په کابل کې د تبیان پر مرکز او د آوا د ۱۳۹۶ کال د جدی د میاشتې په ۷ نیټه له برید وروسته، دا دوهم ځل دی چې داعش ترهګرې ډلې پر دغو دوو بنسټونو د برید مسوولیت په غاړه اخلی.
 
د وروستیو شمېرو له مخې، په مزارشریف کې د شنبې د ورځې د خونړۍ او ترهګریزې چاودنې په پایله کې ۲ خبریالان شهیدان او ۳۷ نور ټپیان شول.
 


د مطلب کود: 266863

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266863/داعش-ترهګرې-ډلې-په-مزارشریف-کې-د-تبیان-مرکز-او-آوا-خبري-آژانس-چاودنې-مسئولیت-غاړه-واخیست

آوا
  https://www.avapress.com