افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: اسدالله شارق؛ د عمومي جراحۍ یو مشهور متخصص پرون ماښام (چهارشنبه، عقرب ۴) د مزارشریف ښار د اوومې امنیتي حوزې کې د خپل کور مخې ته د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو.
د دغه متخصص وژل کېدو یو ځل بیا په بلخ کې د ډاکټرانو په ګډون د بېلابېلو سکتورونو اندېښنې راپارولې دي.
دوی وايي، په ورته وخت کې له مزارشريف ښار څخه د عمومي جراح ډاکټر عبدالقيوم حکيمي د زوی تښتول کېدل، د بلخ سيمه ييزو چارواکو د ډاکټرانو د امنيت د تامينولو ژمنه کړې وه. خو یو ځل بیا په دغه ولایت کې یو ډاکټر وژل شوی دی.
خو د بلخ امنیتي چارواکي وايي چې د ډاکټرانو د امنیت لپاره کار روان دی.
د چارواکو په وینا پر جوماتونو د برید له ناکامۍ وروسته دا ځل دښمنان هڅه کوي ډاکټران په نښه کړي.
محمد اصف وزیري؛ د بلخ د پولیسو ویاند نن پنجشنبه د عقرب ۵ مه،
افغان غږ خبری آژانس ته وویل: "په جوماتونو او عامه ځایونو کې د ځانمرګو بریدونو له ناکامولو وروسته، دا ځل دښمن هڅه کوي چې د ډاکټرانو په ګډون د ملکي وګړو په نښه کولو سره په ټولنه کې وېره رامنځته کړي." خو موږ هڅه کوو چې د دې ډلې امنیت تامین کړو.
هغه زیاته کړه، د ډاکټرانو د امنیت د تامین لپاره پر میکانیزم کار روان دی او ډاکټرانو ته یې ډاډ ورکړ، چې د دوی امنیت به تامین کړي.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ د وياند په وينا، د ډاکټر شارق د وژنې عاملين هم مطلوب دي او ډېر ژر به ونيول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال هم د ډاکټر نادر علمي؛ په بلخ کې یو عصبي متخصص له تښتول کېدو دوه میاشتې وروسته ووژل شو.