دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 257889
مجاهد نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې: تېر ۲۰ کاله د راتلونکي لپاره ښه لارښود دي
ذبیح الله مجاهد له افغانستان څخه د وروستي امریکايي سرتېري د وتلو د کلیزې په مناسبت دغه وتل یوه ستره بریا وبلله او نړیوالې ټولنې ته یې د تېرو شلو کلونو د راتلونکي لپاره ښه لارښود وباله.
افغان غږ خبری آژانس: تېر کال د سنبلي میاشتې په نهمه نېټه وروستی امریکایی سرتېری د کابل له هوایی ډګر څخه ووت. اسلامي امارت دغه ورځ عمومي رخصتي اعلان کړه او ټاکل شوې چې اسلامي امارت نن (چهارشنبه، سنبلې ۹) ولمانځي.
 
د اسلامي امارت ویاند په یوه بیان کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د دې ډلې لپاره یوه ستره بریا بللې او ویلي یې دي، د دې بریا په ارزښت پوهېدل اړین دي.
 
مجاهد لیکلي: "راځئ چې د دې سترې بریا له فرصتونو ګټه واخلو او د اسلامي نظام د ټینګښت، نظم او پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړو او د یو بشپړ قوي، فکري او سالم اسلامي نظام واکمني وکړو."
 
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د تېرو شلو کلونو تجربې د راتلونکي لپاره ښه لارښود وي: موږ ولیدل چې په تېرو شلو کلونو کې پر افغانانو د فشار او تهدید هر ډول تګلاره ناکامه  شوه.
 
مجاهد د اسلامي امارت حکومت د افغانستان مشروع نظام بللی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغانستان په اړه دې د افغانانو له ارادې سره سم معقوله پالیسي غوره کړي، ترڅو د افغانستان خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وشي.
 
په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ څخه یو کال تېر شو، خو هېڅ هېواد یا نړیوال فورم دغه ډله د افغانستان د حکومت په توګه نه ده پېژندلې.
 
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د نجونو پر زده کړو د بندیز او له کار څخه د ښځو د ایستلو له امله تر اوسه د اسلامي امارت د چارواکو لپاره د سفر معافیت نه دی تمدید کړی.
 
https://avapress.com/vdcevf8wojh8nvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته