افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لغمان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مشر وايي، په دولتشاه، الیشنګ او الینګار ولسوالیو کې د سیلابونو له امله درې تنه مړه شوي او لسګونه د استوګنې کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
په ورته وخت کې د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو ورځو کې د کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د طوفانونو او سیلابونو ترڅنګ د سختو ورښتونو خبر ورکړی دی.