دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۲۱
د مطلب کود : 254905
ایران په ننګرهار کې یو ځانګړی روغتون جوړوي
د ننګرهار روغتیايي چارواکي وايي، ایران غواړي په دغه ولایت کې یو ځانګړی روغتون جوړ کړي.
افغان غږ خبری آژانس – مانیتورینګ، د ننګرهار لپاره د طالبانو د عامې روغتیا رییس ډاکټر امیر محمد افتاب نن دوشنبه (سرطان ۶) په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې په ختیځ کې یې د ایران قونسل مجید صادقي او مرستیال یحیی کاظمي سره کتلي دي.
 
نموړي ویلي، چې په دې لیدنه کې د ایران قونسل ورسره ژمنه کړې چې په ننګرهار کې د ناروغانو د درملنې لپاره به یو ځانګړی روغتون جوړ کړي، چې ټول مصارف به یې د ایران هیواد له لوري ورکول کیږي.
 
نوموړي زیاته کړې چې ایراني چارواکو ورسره د درملو سربیره په نورو روغتیایي برخو کې هم د مرستې ډاډ ورکړی دی.
 
ایراني چارواکي داسې مهال ننګرهار کې د روغتون د جوړیدو خبره کوي چې عام خلک په دې ولایت کې د یو معیاري روغتون د نه شتون څخه شکایت کوي.
 
https://avapress.com/vdcawynum49nmo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته