دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۰۴
د مطلب کود : 215122
ملي امنیت سلاکار لغمان ته ورسید
د ملي امنيت شورا سلاکار او ورسره مل پلاوی لغمان ولايت ته د امنيت او سيمه ييزې حکومتولۍ د وضعيت د ارزونې په موخه راورسېد.
د لغمان د رسنیو دفتر ویلي؛ د ملي امنيت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب او ورسره د سيمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مرستیال، د ملي امنيت لوی رئيس، د کورنيو چارو وزير او د دفاع وزارت لوی درستيز يې ملتيا کوله نن د سه شنبې په ورځ لغمان ولايت د امنيت او سيمه ييزې حکومتولۍ د وضعيت د ارزونې په موخه راورسېدل.

د ملي امنيت سلاکار ښاغلی محب به په دې سفر کې د لغمان ولايت محلي چارواکو، نظامي مسوولينو، د ولايتي شورا استازيو، ديني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو، مدني ټولنو استازو او مېرمنو سره ناسته ولري او د دوی غوښتنې، وړانديزونه او ستونزې به د حل په موخه مخامخ واوري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcirwarrt1azz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته