دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۱۲
د مطلب کود : 148914
په یمن کی د انصارالله او علی عبدالله ځواکونو نښتی خبر ردیدنه
د انصارالله او علی عبدالله صالح ځواکونو ترمنځ د نښتی خبر خپریدو وروسته په یمن کی، د روسیا الیوم خبری شبکه اعلان کړ: هیڅ ډول نښته ددی ځواکونو ترمنځ نه دی رامنځته سوی.

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره د روسیا الیوم څخه په نقل سره، ددی رسنۍ خبرنګاران په یمن کی ګزارش ورکړی دی: هغه خبر چی انصارالله او د یمن پخوانۍ ولسمشر علی عبدالله صالح ځواکونو نښتی په اړه خپور سوی دی هیڅ صحت نه لری.

ځینی رسنۍ اعلان کړی وو چی د انصارالله هڅو وروسته چی د علی عبدالله صالح زوی د نیولو لپاره ترسره کړی وو د صنعا په مرکز کی، د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځته سوی دی.

دا په داسی حال کی دی چی انصارالله پوری تړلۍ رسنۍ یو توضیحی بیانیه خپور کړی دی چی په هغه اعلان کړ چی هیڅ ډول نښته د انصارالله او علی عبدالله صالح ځواکونو په منځ کی نه دی رامنځته سوی.

په دی بیانیه کی راغلی دی: مسلح کسان د حده المصباحی په سیمه کی د امنیتی ځواکونو پر یو پوسته باندی برید کړی دی چی دوه تنه ساتونکی پکښی ووژل سو. مسلح کسان د عمارتونو کی پټ سو او امنیتی ځواکونو د هغوی نیولو لپاره اقدام وکړ.

ددی بیانیی په ادامه کی ټینګار سوی دی: د امنیتی ځواکونو مداخلی وروسته اوضاع آرامه سوه. ددی مسئلی څیړنی لپاره یو کیمته هم جوړه سوه او اوس کوم مشکل شتون نه لری.

ددی نښتو په ترڅ کی څو تنه د هغه جملی څخه خالد الرضی د عبدالله صالح زوی دفتر مشر ووژل سو. د انصارالله ځواکونو څخه دوه تنه هم ووژل سو.

په اخیرو کی ډیر اخبار د انصارالله او علی عبدالله ترمنځ د اختلافاتو په اړه خپور سو چی ځینی دا اخبار د انصارالله له لوری رد سو.

انصارالله مشر مخک هم ویلی وو چی عربی ائتلاف او مزدوران یی هڅه کوی ترڅو د انصارالله او علی عبدالله صالح ترمنځ شخړه رامنځته کړی

https://avapress.com/vdccs4qs02bq0o8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته