دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۶
د مطلب کود : 139741
ننګرهار کې ۲۷داعش وسله‎والو وژل کېدل
د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبر پاڼه کی د ۲۷ داعش وسله‎والو له وژل کېدو خبر ورکوي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبر پاڼه کې نن(یک‎شنبې د وری۶مه) د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د ۲۷ داعش وسله‎والو له وژل کېدو خبر ورکوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې یاد داعش وسله‎وال د یادې ولسوالۍ په چنار، صاحبانو او ملا بادر کلیو کې وژل شوي دی.
د افغان ځواکونو دې هوايي بریدونو کې داعش ډلې د یو شمېر وسلو او چاودېدونکو توکو له منځه تلو هم خبر ورکړی شوی دی.
خبرپاڼې د ملکي کسانو مرګ‎ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcayon6649ne01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته