دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۲۲
د مطلب کود : 123120
په لوګر کې ۶۰۰ کیلو ګرامه تاریاک نیول شوي
د لوګر ولایت چارواکي وايي چې د خوښۍ ولسوالۍ د سرې غونډۍ په سیمه کې د ملي امنیت ځواکونو شپږ سوه کیلو ګرامه تاریاک چې په یو ډاټسن موټر کې لېږدول کېدل نیولي دي.
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبر له مخی، د چهارشنبې پر ورځ د لوګر د والي ویاند سلیم صالح رسنیوته وویل چې نیول شوي تاریاک چې په یو ډاټسن موټر کې ځای پر ځای شوي وو تېره شپه د لوګر ولایت دخوښۍ ولسوالۍ د سرې غونډۍ په سیمه کې د ملي امنیت ځواکونو دیو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.
نوموړی زیاتوي چې د نشه يي توکو قاچاق وړونکو دغه تاریاک د ننګرهار له حصارک ولسوالۍ نه راوړي وو او غوښتل یې د لوګر خروار ولسوالۍ ته او له هغې لارې یې د هېواد نورو سیمو ته ولېږدوي، چې ونیول شول.
ښاغلی صالح وايي: «د امنیت ملي په ځانګړو عملیاتو کې د خوښۍ د ولسوالۍ د سرې غونډۍ په سیمه کې شپږ سوه کیلو ګرامه تاریاک په یو ډاټسن موټر کې ونیول، چې دا يې د ننګرهار له حصارک څخه د خروار پر لوري روان کړي وو ونیول شول."
د صالح پهخبره چې د موټر چلوونکی په تېښته بریالی شوی او د نیولو هڅې یې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې کابو دوه اوونۍ وړاندې د دې ولایت په ازره ولسوالۍ کې هم خواوشا۷۰۰ کیلو ګرامه ډول ډول مخدره توکي امنیتي ځواکونو ترلاسه کړي وو.
https://avapress.com/vdcewx8z7jh8wzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته