دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 117494
د ملي تدارکاتو کمیسیون د پنځه ملیارده دوه سوه او ۵۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ۴۵ قراردادونه منظور کړل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشري د ملي تدارکاتو کمیسیون په ارګ کې غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د بېلابېلو ادارو د ۵۱قراردادونو په هکله بحث وشو؛ چې له هغې جملې څخه د پنځه ملیارده دوه سوه او ۵۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ۴۵قراردادونه منظور شول او ځینې قراردادونه د زیات غور په خاطر بلې غونډې ته پاتې شول.
په منظور شویو قراردادونو کې د تاسیساتو، د ملي اردو او ملي پولیسو اعاشوي مواد او سون توکو، د زابل ولایت د پوهنې لیلیې او د ملي پیوستون د پرمختیایي پروژو تدارک شامل دی.
د هېواد جمهور رئیس په دې غونډه کې د پاتې قراردادونو د پړاوونو د بشپړولو بهیر په چټکولو ټینګار وکړ او وې یل، باید د بېلابېلو ادارو په قراردادونو کې سپما ته پام وشي.
جمهور رئیس غني د کابل ښاروالي مسوولین وګومارل، چې د تدارکاتي ظرفیت د ارزونې او په هغه اداره کې د بدلون او اصلاحاتو د رامنځته کولو په هکله لازم اقدامات ونیسي.
جمهور رئیس د کلیو او پراختیا وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د وطنوالۍ د میثاق برنامې بشپړه او مشخصه طرحه د ملي پیوستون برنامې د بدیل په توګه تطبیق کړي.
د یادونې وړ ده، چې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په قراردادونو کې ۸۳ملیونه افغانۍ سپما شوې ده.
په دې غونډه کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د عدلیې او اقتصاد وزیرانو، د مالیې وزارت سرپرست او د ملي تدارکاتو ادارې یو شمېر غړو هم ګډون درلود.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb9zb8arhb8ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته